ایکنانیوز د الجسره له قوله راپور راکړ،په قطر کې کټارا کلچرل ویلیج فاؤنډیشن د قرآن کریم له مفاهیمو، داسلام له کلتوری آثارو او عربی حروفو څخه په الهام اخستو سره دغه نندارتون افتتاح کړی چې په هغو کې په هغو کې ؛ په قرآن کې ذکر ؛ چې د قطر له کلتور وزارت سره اړونده د قطر دعکاسۍ د مرکز په ملګرتیا سره ترسره شوی دی ،؛ په پُستي ټکټونو کې دنړۍ جوماتونه ؛ په عنوان سره نندارتون، چې د قطر د کلتور وزارت سره اړونده د ټکټ او سِکې د ټولګې او مینه والو په وسیله او د کټارا فاؤنډيشن په ملګرتیا سره ترسره شوی دی او د دغه راز د ؛عربی حروفو روح ؛ نندارتون چې د عراقي هنرمند بشار علی سره اړونده دی ، شامل دي .
؛ په قرآن کې ذکر ؛نومې نندارتون کې چې د کټارا کلتوری فاؤنډیشن په اتلسم لمبر ودانۍ لومړي هال کې د اپریل تر شپاړسمې نیټې پورې دوام لري،،د ۲۳ کیمره مینو ۴۷ هنری آثار پکې شامل دي چې د هغوي عسکونه ، د قرآن کریم له مفاهیمو څخه ا لهام اخستونکي دي او د هنري آثارو په چوکاټ کې مجسّم شوي دي.
؛ په پُستي ټکټونو کې د نړۍ جوماتونه ؛ په عنوان سره په نندارتون کې چې په کټارا کې د عربو ټکټونو دمیوزیم په ۲۲ ودانۍ کې د اپریل تر لسمې نیټې پورې به دوام ولري،د نړۍ له ۱۳۵هیوادونو څخه ۱۷۰ پُستي ټکټونه شامل دي،چې په جوماتونو کې د اسلامی معمارۍ د ښکلا پيژندنه منعکس کوي.
په همدې لړ کې د عراقي هنرمند بشار علی د اثر ؛ عربی حروفو روح ؛په عنوان سره په نندارتون کې چې د کټارا ښار د ۱۸۰ لمبر ودانۍ په دوهم لمبر هال کې د اپریل تر شپاړسمې پورې به دوام ولري،۲۶ هنری تابلوګانې شاملیږي، چې د قران کریم معنا او مضمونونه د هغو دښکلا او عربی خوشخطۍ هنرونو څخه په استفادې سره انځور شوي دي.